افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۰۶ ته ورسېدې

9 حمل 1399 ساعت 9:01

د عامې روغتیا وازرت وايي، وايي په غزني، هرات او فراه ولایتونو کې د کرونا ویروس تازه ۱۵ نور مثبت پېښې ثبت شوې دي.


د عامې روغتیا وازرت وايي، وايي په غزني، هرات او فراه ولایتونو کې د کرونا ویروس تازه ۱۵ نور مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې  کرونا ویروس ۱۵ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه تازه ثبت شویو پېښو څخه ۱۱ په هرات، درې په فراه او یوه په غزني ولایت کې ثبت شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دغزني نوی ناروغ په دې وروستیو کې له ایران څخه را ستون شوی و.

تر اوسه په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو په ګډون ۱۱۰ تنه په دې ناروغې اخته شوي دي.

دغه راز د دې ویروس له امله تر اوسه دوه تنه په هرات او یو په بلخ ولایت کې مړه شوي دي.

افغان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر لومړی په هرات، فراه او نیمروز کې ګرځبندیز اعلان کړ او پرون جمعه یې په کابل ښار کې هم ګرځبندیز اعلان کړی دی.

حکومت له خلکو غوښتي، چې د د درملو، طبي خدماتو او یا خوراکي توکو له پېرلو او اړین کار پرته نور له کورونو رانوځي.

له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې ویلي چې ټولې دولتي ادارې به د درېیو اوونیو لپاره بندې وي، خو یوازې به روغتیايي مرکزونه، د ښاروالۍ تنظیفات، له کرونا سره د مبارزې کمېټه او امنیتي ارګانونه کار ته دوام ورکړي.

حکومت په کابل کې تر دریو اونیو پورې د ګرځبندیز پرېکړه کړې او وايي سر له نن شنبې د وري ۹ مه به په ښار کې سخت امنیتي تدبیر عملي کړي.

بانکونه، صرافۍ، نانوایانې او د خوراکي موادو پلورنځي هم اجازه لري چې فعالیت ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی، چې خلک باید د کرونا ویروس جدي ونیسي، که نه پر دغه ویروس د ۱۶ میلیونه افغانانو د اخته کېدو وېره ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 126339

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126339/

جمهور
  https://www.jomhornews.com