اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې پر خپرولو سره په افغانستان کې د ژر تر ژره اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان تر بل هر وخت اوربند ته شدیده اړتیا لري او ښکېلې غاړې د اوربند وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي اوربند د ټولو افغانانونو د مودو مودو غوښتنه ده او دوی هم د خلکو له دغې غوښتنې په کلکه ملاتړ کوي.
اروپايي ټولنې په دې اړه د ملګرو ملتونو د سرمشنی انتونیو ګوتریش د هغه غوښتې ملاتړ هم کړي، چې د کورنا له کبله یې د نړیوال اوربند غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده، چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د کرونا پر ضد د اغېزناکې مبارزې لپاره په افغانستان کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی و، چې اوربند وکړي.
ولسمشر غني هم ملت ته په یوه پیغام کې د وینا پر مهال پر طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره اوربند ته غاړه کېږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل