نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر په حیرانونکي ډول مخ پر زیاتېدو دی

9 حمل 1399 ساعت 9:56

د نړیوال روغتیايي سازمان د وروستیو معلوماتو پر اساس په نړۍ کې کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په حیرانونکي ډول ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.


د نړیوال روغتیايي سازمان د وروستیو معلوماتو پر اساس په نړۍ کې  کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په حیرانونکي ډول ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان وروستي معلومات ښيي، چې په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نېږدې شپږ لکو کسانو ته رسي او دا ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

د دغه سازمان د معلوماتو پر بنست تر اوسه په نړۍ کې د دغه ویروس له امله ۲۷ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر پنځه لکه او ۹۰ زره زیات کسان پرې اخسته شوي دي.

دغه ویروس په لومړي ځل په چین کې ولګېده خو اوس امریکا په دغه ناروغۍ د اخته کېدو له امله په نړۍ کې لومړی هېواد دی.

په امریکا کې د دغه ویروس له امله تر اوسه پورې ۱۷۳۲ کسان وژل شوي او کابو ۱۰۴۳۴۸ نور کسان پرې اخته شوي دي.

ورپسې اټیالیا ده، چې ډری کسان په کې په کرونا اخته شوي، خو مړینه یې بیا تر امریکا څو چنده لوړه ۹ زرو تنو ته رسېدلې ده.

چین چې دغه ویروس په کې د لومړي ځل لپاره ولګېده درېیم هېواد دی، چې د کرونا ویروس له امله ډېر کسان په کې مړه او ډېر یې نیولي دی.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئيس تدروس ادهانوم ګبریاسوس خبرداری ورکړ چې دا وبا په استثنايي ډول خپرېږي.

د هغې شمېرې له مخې چې پرون جمعه خپره شوه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰ زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د تازه ۱۵ پېښو په ثبتېدو سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ تنو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزرت خبرداری ورکړی، که د کرونا ویروس جدي ونه نیول شي او بې احتیاطي وشي په دغه ویروس د ۱۶ میلیونه افغانانو د اخته کېدو وېره ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126345

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126345/

جمهور
  https://www.jomhornews.com