د کابل – غزني پر لویه لار ۱۱ کړۍ ماینونه کشف شوي دي

9 حمل 1399 ساعت 10:29

کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د کابل – غزني پر لویه لار ۱۱ کړۍ د سړک د غاړې ماینونه کشف او شنډ کړي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د کابل – غزني پر لویه لار ۱۱ کړۍ د سړک د غاړې ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت د لنډو معلوماتو په خپرولو سره ویلي، چې امنیتي ځواکونو د یادې لارې د ارزولو او پاکولو پر مهال دغه ۱۱ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي.

سرچینې په کره توګه د دغه ماینونو د کشف ځای نه دی په ګوته کړی، خو ویلي یې دي، چې دغه ماینونه د کابل – غزني پر لویه لار کشف شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ماینونه د وسله والو ترهګرو له خوا اېېښودل شوي او غوښتل یې د ملکي وګړو موټر پرې والوزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com