۰

زابل، هلمند او فراه کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي

شنبی ۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو په زابل، هلمند او فراه ولایتونو کې د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه مات کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
زابل، هلمند او فراه کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي
د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو په زابل، هلمند او فراه ولایتونو کې د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه مات کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، که څه هم افغان ځواکونه تر دې مهال په فعال دفاعي حالت کې دي خو د طالبانو بریدونه یې بیا هم مات کړي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو پرون د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا په شاه وتمبول شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي، خو د خپل لوري د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې چارواکي وایي، طالبانو وړمه ورځ د هلمند د واشېر ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د بېلا بېلوبریدونو پلان درلود، خو شنډ کړای شول.

سرچینه وایي، د ۲۱۵ میوند قول اردو پلي جزوتامونو د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د هوايي ځواک په ملاتړ د دې بریدونو له ترسره کېدو مخنیوی وکړ چې په پایله کې ۳ وسله وال طالبان ووژل شول.

بل خوا کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د بریامانده په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه نښته کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
 
په خبرپانه کې ویل شوي د دې نښتې په لړ کې پر عامه لارو د ترهګرو طالبانو د پنځو کړیو اېېښودل شویو ماینونو د کشف او شنډ برسېره د ترهګرو یو شمېر چاودېدونکي توکي او ۱۱ کړۍ لاسي بمونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه نښته کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي