طالبان د بدخشان په جرم او یمګانو ولسوالیو بریدونه پیل کړي

9 حمل 1399 ساعت 12:27

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د بدخشان د جرم او یمګان ولسوالیو په مرکزونو ډلیز بریدونه پیل کړي او جګړه لا هم روانه ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د بدخشان د جرم او یمګان ولسوالیو په مرکزونو ډلیز بریدونه پیل کړي او جګړه لا هم روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي وایي، طالبانو نن شنبې د وري ۹ مه سهار وختي د یادو ولسوالیو پر مرکزو سخت بریدونه پیل کړي دي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري جمهور خبري آژانس ته د طالبانو له خوا د یمګان ولسوالۍ د مرکز د نیولو خبر په کلکه رد کړه خو وايي د ولسوالۍ د مرکز شاوخوا کې لا هم سخته جګړه روانه ده.

تر دې وړاندې ځینو سرچینو راپور ورکړی، چې طالبانو تر سختې جګړې وروسته د یمګان ولسوالۍ مرکز نیولی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د جرم ولسوالۍ په آب خوستک سیمه کې لا هم سخته جګړه دوام لري او افغان ځواکونو له خپلو څلورو امنیتي پوستو شاتګ کړی دی.

هغه په جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل خو ویې ویل د بدخشان له مرکز څخه مرستندویه ځواکونه غوښتل شوي او تر څو ساعتونو پورې به د جګړې سیمې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، هم تاییدوي، چې په جرم ولسوالۍ کې افغان ځواکونو له څلورو پوستو تکتیکي شاتګ کړی، خو د طالبانو ټول بریدونه یې په شاه تمبولي دي.

طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

پر یمګان او جرم ولسوالیو د طالبانو دغه بریدونه پر داسې مهال کېږي، چې افغان ځواکونو تېر ژمی له درې کاله ځنډو وروسته وتوانېدل، چې یمګان او وردوج ولسوالۍ له طالبانو ونیسي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان

 
 


د مطلب کود: 126351

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com