طالبانو د زندانیانو د خلاصون لپاره کابل ته لېږونکي پلاوی نوملړ خپور کړ

9 حمل 1399 ساعت 15:17

وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانانو د خپلو پنځو زره بندیانو د خوشي کولو لپاره پلاوی ټاکلی او د دغه پلاوي نوملړ یې خپور کړی دی.


وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانانو د خپلو پنځو زره بندیانو د خوشي کولو لپاره پلاوی ټاکلی او د دغه پلاوي نوملړ یې خپور کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو په دغه پلاوی کې  مولوي ضیا الدین واقف، عبدالحمید اخندازه، حافیظ عبدالقدیر، مولوي عبدالظاهر نعمان، مولوي عبدالفتاح، ملا محمد ابراهیم مهاجر، مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده، قاري عبدالله، ملا عطامحمد محمد، مولوي صدیق الله خبیب، ملا عبدالله اخندزاده، حافظ ذاکرالله، مولوي خان محمد نصرت، ذبیح الله او محمد نسیم شامل دي.

دا د طالبانو هغه پنځلس کسیزه پلاوی دی، چې ټاکل شوې کابل ته د خپلو زندانیانو د پېژندنې او خلاصون لپاره راشي او له افغان حکومت سره یې په تخنیکي چارو خبرې وکړي.

ټاکل شوې وه، دغه پلاوی نن کابل ته راغلی وای، خو ویل کېږي، چې د دغه پلاوی په راتګ کې کوم خنډ رامنځ ته شوی دی.

د راپورونو پر اساس ټاکل شوې وه دغه پلاوی له کندهار او نورو ولایتونو د سره صلیب په مرسته کابل ته راشي او د حکومت سره د زندانیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

خو اوس ویل کېږي، چې د دغه پلاوی راتګ ځنډېدلي، خو د ملي امنیت شورا وايي، تمه ده، چې دغه پلاوی په به په راتلونکو ورځو کې کابل ته راشي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبې د وري ۹ مه په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، دا چې د زندانیانو د خلاصون پروسه یوه تخنکي او پېچلې پروسه ده نو په دې وخت کې هر ډول ناسم تبلیغات او تاوتریخوالی پر دغه پروسه منفي اغېز کوي.

دی وايي، په لومړي پړاو کې د سل زندانیانو د خلاصون موضوع چې ولسمشر یې فرمان ورکړی پر ځای ده، خو د نورو زندانیانو د خلاصون په برخه کې ځینې تخنیکي تغیرات راتلونکي دي.

د نوموړي په وینا دا چې طالبانو تر اوسه اوربند نه دی منلی او تاوتریخوالي ته یې زور ورکړی نو کېدای شي، چې په دې پروسه کې ځینې بدلونونه راشي.

فیصل دا هم و ویل، چې طالبان په خپلو زندانونو کې ۱۰۰۰ کسه زندانیان نه لري نو ځکه یې اوس د ملکي خلکو په برمته کولو لاس پورې کړی چې دغه شمېر پوره کړي.

خو په وینا یې دغه کار د زندانیانو د خلاصون پروسه له خنډ سره مخ کوي او د افغان حکومت غوښتنه له طالبانو دا ده، چې تاوتریخوالی کم او د ملکي وګړو له برمته کولو لاس په سر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com