نبیل:

د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د حکومت اجنډا او پلاوی دواړه ناسم دي

9 حمل 1399 ساعت 15:37

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل وایي، د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د حکومت اجنډا او پلاوی دواړه ناسم دي.


د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل وایي، د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د حکومت اجنډا او پلاوی دواړه ناسم دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نبیل دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او کابل کې د امریکا سفارت دواړو د یاد پلاوي د اعلان هرکلی وکړ.

خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه د دغه پلاوي په اړه لیکلي افغان دولت د بین الاافغاني خبرو لپاره یو مناسب او هر اړخیزه مرکچي پلاوی ټاکلی دی.

نوموړي افغان حکومت او د سیاسي او مدني ټولنې مشرانو ته د سره راټولېدو مبارکي ورکړې چې له طالبانو سره یې د خبرو لپاره یو ټول شموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده.

هغه ویلي«د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د رښتینې انځور او د ښځو د رغنده ونډې څرګندويي کوي، دغه اجماع یو بامفهومه ګام دي، چې ټولې خواوې د بین الاافغاني مذاکراتو لور ته ډېر نېږدې کوي.»

خو د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د خلیلزاد پر دې څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د حکومت اجنډا او پلاوی دواړه ناسم دي.

ښاغلي نبیل په خپله ټوېټر پاڼه خلیلزاد مخاطب کړی او پوښتنې یې دی، چې صادقانه و وایه، آیا دا پلاوی رښتیا هم سم تشکیل شوی دی؟

نبیل ویلي، د مذاکراتي پلاوي له غړو سره کوم مشکل او ستونزه نه لري خو په وینا یې اجازه نه ورکوي چې افغانانو ته دې څوک په دا ډول سپکاوی وکړي.

ښاغلي نبیل ویلي، دا همغه پلاوی دی چې دوه اوونۍ وړاندې د خلیلزاد لخوا جوړ شوی او حکومت هم طالبانو ته له خپله اړخه د وړاندیز شوي پلاوي په حیث سپارلی دی.

افغان حکومت دوه ورځې وړاندې د معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوی اعلان کړ چې له طالبانو سره به خبرو ته ځي.

د دغه پلاوی نور غړي فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد روسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 126361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com