بغلان کې یوه ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې

9 حمل 1399 ساعت 15:59

امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې یو ځانمرګي بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کې او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.


امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې یو ځانمرګي بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کې او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د وري ۹ مه له غرمه مهال ۱۲بجې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوټه ستاره سیمه کې شوې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت وايي، ځانمرګي بریدګر په موټر سایکل کې چاودېدونکي توکي ځای کړي و او غوښتل یې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي.

خو په وینا یې دغه بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې، چې له امله یې یو ماشوم ټپي شوی او نور زیان نه دی اوښتی.

که څه هم نوموړي دا ونه ویل، چې بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا ویشتل شوی که څنګه خو وايي، افغان ځواکونو له وړاندې د دغه بریدګر په اړه راپور تر لاسه کړی وو.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
 


د مطلب کود: 126365

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126365/

جمهور
  https://www.jomhornews.com