د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د وژل شوو کسانو شمېر له دېرشو زرو واوښت.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله ۳۰۸۷۴ کسه وژل شوي او ۶۶۳۷۴۰ کسه نور په دې ویروس اخته شوي دي.
دغه راز ۱۴۲۱۸۳ کسه نور له دې ویروس بېرته رغېدلي هم دي.
امریکا د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده، چې تر دې دمه په کې ۱۲۳۷۵۰ کسه په دې ویروس اخته شوي او ۲۲۲۲ کسه یې وژلي دي.
ایټالیا بیا دویم ځای لري، چې د اخته کسانو شمېر یې ۹۲۴۷۲ او د وژل شوو شمېر ۱۰۰۲۳ کسه دی.
هسپانیا کې ۷۳۲۳۵، جرمني ۷۵۶۹۵، فرانسه ۳۷۵۷۵ او ایران کې ۳۵۴۰۸ کسه په دې ویروس اخته شوي دي.
په افغانستان کې هم د دغه ویروس مثبتې پېښې ۱۱۷ تنو ته رسېدلې، چې پنځه تنه ترې روغ شوي او څلور تنه یې وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل