مایک پمپیو د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي د اعلان هرکلی کړی

10 حمل 1399 ساعت 9:30

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له لوري د طالبانو سره د مذاکراه کوونکي پلاوی د اعلان هرکلی کړی او دا یې یو ټول شموله پلاوی بللی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له لوري د طالبانو سره د مذاکراه کوونکي پلاوی د اعلان هرکلی کړی او دا یې یو ټول شموله پلاوی بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مایک پمپیو ویلي، دوی د ولسمشر غني د دې کار هرکلي کوي، چې د سولې د خبرو لپاره یې مذاکراتي ټیم اعلان کړی او هڅه کوي، په دې توګه د سولې لپاره لار هواره کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا د سولې له بهیر سره د ولسمشر غني همکاري څرګندوي او په کار ده چې ټول اړخونه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سوله د افغانستان لپاره مهمه بللې ده او په وینا یې دوی په دې برخه کې هر ډول هڅو ته تیار دي.

دغه راز نوموړي ویلي، افغان ولسمشر دې د ګډ حکومت د جوړولو لپاره هم اقدام وکړي او په دې توګه دې افغانانو ته د روښانه راتلونکې په جوړولو کې ګام اوچت کړي.

پمپیو داسې مهال د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي هرکلی کوي، چې طالبانو دغه پلاوی رد کړی دی او په خبره یې له دوی سره ځکه خبرو ته نه کېنی چې د حکومت په خوښه ټاکل شوي دي او ټول اړخونه په دغه پلاوي کې نه دي شامل.

خو د طالبانو دغه دریځ ته په غبرګون کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې د د خلکو ونډه او د پلاوي ټول شمولوالۍ افغان حکومت پورې تړاو لري نه په طالبانو پورې.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د طالبانو دغه څرګندونې د تمې خلاف بللې وايي، « د مذاکرې د مقابل لوري په چارو کې مداخله غیر اصولي او له تمې لرې ده.»

وزارت زیاته کړې، چې مذاکره کوونکی پلاوی د ټولنې له مطرح او اغېزناکو لوریو سره تر پراخو سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوي، د خلکو ونډه او د پلاوي ټول شمول والۍ له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره او طالبان په مذاکراتو کې یوازې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره مخامخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126382

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126382/

جمهور
  https://www.jomhornews.com