وحید عمر:

طالبان دې پلمې نه لټوي، که هڅه کوي له څو پلاویو سره خبرې وکړي دا امکان نه لري

10 حمل 1399 ساعت 11:57

د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له خوا د اعلان شوي پلاوی سره د طالبانو تر مخالفت وروسته افغان حکومت وایي، طالبان د نور د سولې د خبرو لپاره پلمې نه لټوي، بلکې عملي اقدامات دې وکړي.


د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له خوا د اعلان شوي پلاوی سره د طالبانو تر مخالفت وروسته افغان حکومت وایي، طالبان د نور د سولې د خبرو لپاره پلمې نه لټوي، بلکې عملي اقدامات دې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ستراتېژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن یکشنبې د وري ۱۰ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د حکومتي پلاوی سره مخالفت ته په غبرګون کې و ویل، دا چې پلاوی څه ډول وټاکل شي، دا د افغان حکومت کار دی نه د طالبانو.

نوموړي و ویل، هغه پلاوی چې د حکومت له خوا اعلان شوی او مشري یې محمد معصوم ستانکزی کوي، یو ټول شموله پلاوی دی، چې د افغانستان د ټولو اړخونو، مدني ټولنې، علماو او مېرمنو استازیتوب کوي.

د هغه په وینا طالبان ځکه په دغه پلاوی کې د نظر ورکولو صلاحیت او واک نه لري، چې افغان حکومت هېڅ کله د طالبانو پر پلاوی چې څوک په کې ټاکي او په څه ډول یې ټاکي نیوکې او نظر نه دی ورکړی.

هغه و ویل، موږ هېڅ وخت دا نه دي ویلي، چې طالبان څه ډول پلاوی ټاکي او څنګه یې ټاکي، نو له طالبانو مو هم غوښتنه دا ده، چې زموږ په کار کې د مداخله نه کوي، دوی د هم خپل باصلاحیت لرونکی پلاوی وټاکي، موږ ځان ته دا اجازه نه ورکو او نه مو ورکړې، چې د دوی پر پلاوی نیوکې او نظر ولرو.»

د وحید عمر په وینا د طالبانو دغه ډول څرګندونې به نه یوازې د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي، بلکې په دې صورت کې به بیا افغان حکومت هم د دوی له خوا په ټاکل کېدونکي پلاوی ملاحظات ولري.»

د ولسمشر سلاکار و ویل«که دوی پلمې لټوي او زموږ په کارونو کې مداخله کوي، نو بیا موږ هم دا ملاحظات لرو، چې آیا د طالبانو په پلاوی کې ښځې ګډون لري، ایا د مختلفو فرقو خلک په کې شته، د دوی پلاوی د افغانستان د کوم قشر استازیتوب کوي؟»

د ښاغلي عمر په وینا افغان حکومت د دې لپاره چې په پلاوی یې کې د ټولو لوریو استازي شامل وي، د دغه پلاوی شمېر ۲۱ تنو ته ورسولو.

وحید عمر وايي، افغان حکومت د ټولو قانوني او اخلاقي مسوولیتونو او مشورو په پام کې نیولو سره یو ټول شموله پلاوی ټاکلی او اوس یې له طالبانو هم غوښتنه دا ده، چې یو واک لرونکی پلاوی وټاکي تر څو بین الاافغاني خبرې پیل شي.

هغه د طالبانو له دغه دریځ سره چې که هڅه کوي، د افغانستان له لوري د بېلا بېلو پلاویو سره خبرې مخ ته یوسي ناممکنه وبلله او ویې ویل،  «اوس د یووالي وخت دی او د افغانستان له لوري به د طالبانو سره خبرې د یوه پلاوي له لوري چې ټول شموله دی مخ ته وړل کېږي.»

د ولسمشر سلاکار زیاته کړه، چې افغان حکومت د سولې لپاره ټول عملي اقدامات تر سره کړي او خبرو ته چمتو دی، او اوس طالبان هم باید په عملي اقداماتو لاس پورې کړي او نور پر بې ځایه نیوکو د سولې پروسه له خنډ سره مخ نه کړي.

نوموړي زیاته کړه، هرکله چې طالبانو خپل صلاحیت لرونکی پلاوی د خبرو لپاره وټاکه، نو بین الاافغاني خبرې به هم ورسره پیل شي.

وحید عمر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې طالبانو د افغان حکومت له لوري د مرکچي پلاوی له ټاکل کېدو سره مخالفت وښود.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه پلاوی د ټولو اړخونو استازیتوب نه شي کولی او دغه راز د هغه هوکړې خلاف دی، چې طالبانو له امریکا سره کړی دی.

دوی د افغان حکومت له پلاوي سره پر داسې مهال مخالفت څرګند کړ، چې امریکا، ملګروملتونو، ناټو او اروپايي ټولنې د افغان حکومت له خوا د اعلان شوي پلاوی هرکلی وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ملګرو ملتونو، ناټو اروپايي ټولنې او زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان حکومت له لوري ټاکل شوی پلاوی ټول شموله دی او دا د سولې د خبرو د پرمخ وړلو په برخه کې یو مهم ګام دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 126386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com