په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۷۲۱ زره واوښت

11 حمل 1399 ساعت 9:09

د روستیو راپورنو او شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۲۱۹۴۶ تنو ته رسېدلی دی.


د وروستیو راپورنو او شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۲۱۹۴۶ تنو ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې همدا راز په ټوله نړۍ کې ۳۳۹۶۶ کسه د کرونا یا کووید۱۹ ویروس له امله وژل شوي دي.

امریکا د ترټولو ډېرو مثبتو پېښو په لرلو د لېست په سر کې ده، چې په کې تر دې دمه ۱۴۲۰۴۷ کسه په کرونا اخته شوي او ۲۸۴۸ یې وژلي دي.

ایټالیا بیا د مړو شوو کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده، چې د کرونا له امله تر دې دمه ۱۰۷۷۹ کسه مړه شوي او ۹۷۶۸۹ نور ورباندې اخته دي.

په هسپانیه کې ۸۰۱۱۰ کسه، په جرمني کې ۶۲۴۳۵ کسه، په فرانسه کې ۴۰۱۷۴ کسه په کرونا اخته شوي دي.

په ایران کې بیا د مړو شمېر ۲۶۴۰ او د اخته کسانو شمېر ۳۸۳۰۹ ته رسېدلی دی.

سعودي عربستان کې ۱۲۹۹ مثبتې پېښې او په پاکستان کې بیا ۱۵۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

خو په افغانستان کې بیا د کرونا مثبتې پېښې ۱۴۵ ته رسېدلي، چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه یې څلور تنه وژلي او پنځه ترې  روغ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126409

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com