د عامې روغتیا وزیر:

که د خلکو همکاري همداسې دوام وکړي، کرونا به پرمختګ و نه کړي

11 حمل 1399 ساعت 11:15

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وایي که د خلکو همکاري موجوده وي، نو په افغانستان کې د کرونا ویروس کنټرول شونی دی.


د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وایي که د خلکو همکاري موجوده وي، نو په افغانستان کې د کرونا ویروس کنټرول شونی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز چې نن دوشنبې د وري ۱۱ مه کابل کې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې و ویل، دوی د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره ټول تدابیر نیولي دي او د خلکو همکاري هم د پام وړ ده.

نوموړي زیاته کړه، چې خلکو د تېرو ورځو په پرتله د ګرځبندیز اصولو ته درناوی کړی دی او هڅه کوي چې له تګ راتګ ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر پر خلکو غږ وکړ چې زغم ولري او په رامنځ ته شوي بحراني وضعیت کې له خپل حکومت سره همکاري وکړي.

ښاغلي فیروز پر ښکلو لورو هم غږ وکړ چې په دې حساسو شرایطو کې له جګړو او نښتو لاس واخلي او پر ځای یې روغتیايي کارکوونکو ته زمینه برابره کړي چې له ولس سره همکاري وکړي.

د هغه په وینا په کابل او ځینو نورو ښارونو کې یې د کرونا د احتمالي پېښو د ډېرېدو په صورت کې ځینې ځایونه ځانکړي کړي دي او د اړتیا په صورت کې به له خلکو سره همکاري کوي.

دی وايي، د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د افغانستان وضعیت ښه دی او که د خلکو همکاري همداسې روانه وي نو کرونا په افغانستان کې د کنټرول وړ ده.

د عامې روغتیا وزیر بیا هم سپارښتنه وکړه، چې ټول په خپلو کورونو کې پاتې شي او له تګ راتګ ډډه وکړي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې دا مهال په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته رسېدلی، چې تر ټولو ډېر ۱۰۶ تنه یې په هرات ولایت کې دي.

په افغانستان کې د کرونا د مخینوي لپاره په هرات، فراه، نیمروز او کابل ښارونو کې ګرځبندیز لګېدلی او د ولسمشر غني ویلي، د اړتیا په صورت کې ښايي په ځینو نورو ښارونو کې هم ګرځبندیز پلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126420

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126420/

جمهور
  https://www.jomhornews.com