دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

11 حمل 1399 ساعت 11:50

ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو په زابل ولایت کې د افغان پوځ پر پوستو بریدونه کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا له سختې ماتې سره مخ شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو په زابل ولایت کې د افغان پوځ پر پوستو بریدونه کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا له سختې ماتې سره مخ شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د وري ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوستو بریدونه وکړل.

دفاع وزارت وايي، د طالبانو په بریدونو کې شپږ افغان پوځیان شهیدان شوي، خو په ځوابیه برید کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم دفاع وزارت د طالبانو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې تر سختې ماتې خوړولو وروسته طالبان په شاه تښتېدلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وړمه ورځ په یوه خبري غونډه کې و ویل، دا چې طالبان په خپلو شکنجه خونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان زندانیان نه لري، نو د دغه زندانیانو د پوره کولو لپاره یې  په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او ولسي وګړي برمته کوي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 


د مطلب کود: 126425

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126425/

جمهور
  https://www.jomhornews.com