هرات کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی دی

11 حمل 1399 ساعت 12:05

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې  امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  دغه وزارت نن دوشنبې د وري ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي، دغه موټر د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ځانګړو پولیسو د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په کنګ کلي کې یو لړ عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې دغه موټر نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه موټر کې څلور زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای شوي و او طالبانو غوښتل له دغه توکو د سړک د غاړې ماین جوړولو کې وکاروي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126428

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com