زابل کې نفوذي طالب د افغان پوځ ۹ سرتېري وژلي دي

12 حمل 1399 ساعت 7:33

سیمه ییز چارواکي وايي، زابل کې د ملي اردو په لیکو کې د طالبانو یوه نفوذي کس د پوځ ۹ سرتېري وژلي او خپله طالبانو ته ورغلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، زابل کې د ملي اردو په لیکو کې د طالبانو یوه نفوذي کس د پوځ ۹ سرتېري وژلي او خپله طالبانو ته ورغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  پېښه تېره شپه (د وري ۱۲ مه) د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل یوه مهم چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دغه برید د ملي اردو یوه سرتیري کړی او د خپلو ۹ ملګرو تر وژلو وروسته له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

دفاع وزارت د برید او د سرتېرو د مرګ ژوبلې پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې د یاد کس په برید کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي.

دفاع وزارت ادعا کړې چې نفوذي کس له بهره طالبان وربللي وو او د برید پر مهال طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 


د مطلب کود: 126430

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126430/

جمهور
  https://www.jomhornews.com