امریکا د کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۵ میلیون ډالره مرسته ورکوي

12 حمل 1399 ساعت 7:39

امریکا له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د ۱۵ میلیون امریکايي ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.


امریکا له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د ۱۵ میلیون امریکايي ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا په ټول کې له بېوزله هېوادونو سره د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د ۲۷۴ میلیون ډالرو اعلان کړي، چې ۱۵ میلیونه به ترې افغانستان ته ورکړل شي.

کابل کې د امریکا سفارت پرون دوشنبه د وري ۱۲ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان سره د امریکا د نویو مرستو په بسته کې ۵ میلیونه ډالر د کورونا ویروس د تشخیص او د کورنیو بیځایه شویو د درملنې د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي دي او ۱۰ میلیونه نور به یې د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکړل شي چې په افغانستان کې یې د کورونا پر ضد مبارزه کې مصرف کړي.

د امریکا سفارت وایي، دا ټول ۱۵ میلیونه ډالر به د کورونا پر ضد د مبارزې نظارت، د لابراتوارونو تجیهیز ، د ناروغۍ مخنیوي او کنټرول د چارو په تنظیم او هغو چارو باندې مصرف شي چې افغان حکومت ورته په تخنیکي برخه کې اړتیا ولري.

اعلامیه وایي، له کابل سره د دغو مرستو ژمنه څه موده وړاندې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو د خپل سفر پرمهال کړې وه تر څږ په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره پرې موثر اقدامات وشي، په داسې حال کې چې نوموړي له کابله تر ستنیدو وروسته د افغان مشرانو د اختلاف له امله پر افغانستان د امریکا ۱ میلیارد ډالر مرستې قطع اعلان کړې وې.

افغانستان کې دا مهال د کورونا ۱۴۵ پیښې ثبت دي چې حکومت هم ورته ۱۵ میلیونه ډالر عاجله او ۱۰ میلیونه ډالر احتیاطي بودیجه بېله کړې ده.

د روغتیا وزارت راتلونکې څو اوونۍ د کورونا ناروغۍ د خپریدو له امله افغانستان کې خطرناکې بللې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126431

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126431/

جمهور
  https://www.jomhornews.com