د ۱۰۰ طلب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ بیا وځنډېده

12 حمل 1399 ساعت 8:05

له افغان زندانونو څخه د طالب بندیانو د آزادیدو لړۍ یو ځل بیا ځنډیدلې، ځکه د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د پلان له مخې به د سه شنبې په ورځ د طالبانو سل بندیان آزاد نه شي.


له افغان زندانونو څخه د طالب بندیانو د آزادیدو لړۍ یو ځل بیا ځنډیدلې، ځکه د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د پلان له مخې به د سه شنبې په ورځ د طالبانو سل بندیان آزاد نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، پرون دوشنبه پر خپل تویتر پاڼه لیکلي، سبا د مارچ په ۳۱ مه به بندیان آزاد نه شي.

د فیصل په خبره طالبانو او افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ سره د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي او بیا طالبانو موافقه کړې چې له حکومتي چارواکو سره د لا زیاتو بحثونو په موخه یو پلاوی کابل ته واستوي.

تمه کیږي چې د طالبانو استازي بګرام ته تر رسیدو وروسته د هغو زندانیانو هویت تثبت کړي چې افغان حکومت یې آزادوي.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې د دغو کسانو سفر د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډیدلی دی.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې به د طالبانو ۱۰۰ بندیان آزاد شي، خو اوس د دې کار د نه ترسره کیدو خبره شوې ده.

که څه هم د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي، خو لا تر اوسه پورې هم دغه لړۍ نه ده پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126433

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com