ډېر ژر به نوې کابینه او د مصالحې شورا جوړه او اعلان شي

12 حمل 1399 ساعت 8:13

په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وايي، ډېر ژر به د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت نوې کابینه جوړه او اعلان شي.


په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وايي، ډېر ژر به د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت نوې کابینه جوړه او اعلان شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عمر پرون دوشنبې د وري ۱۲ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، د کورونا له کبله روان بحران د نوې کابینې جوړولو چارې پڅې کړې دي.

د نوموړي په خبره، په تېرو درېوو اونیو کې د حکومت ډېره انرژي او وخت د کورونا وېروس د مخنیوي پر لارو چارو ولګېد، خو زیاته یې کړه، ژر به نوې کابینه جوړه شي.‌

په ورته وخت کې وحید عمر دا هم و ویل،  چې د ملي روغې جوړې شورا د جوړښت چارې  هم په وروستي پړاو کې دي او ډېر ژر به دا شورا هم جوړه او اعلان شي.

د هغه په وینا د حکومت ژمنه دا وه چې طالبانو د خبرو اترو یو کوچنی پلاوی به جوړېږي او بیا به د پرېکړو نیولو یوه ستره شورا جوړېږي چې اړینې لارښوونې ورته وکړي.

افغان حکومت وايي، د مصالحې شورا جوړښت یې د هغه مذاکراتي پلاوي پر تله پراخ دی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره ټاکل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو پر ورځ ژمنه وکړه چې تر دوو اونیو به یې نوې کابینه اعلان کړي. خو له دغې ژمنې څه باندې درې اوونۍ تېرې دي او نوې کابینه نه ده اعلان شوې.‌

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126434

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com