د کرونا ویروس ناروغانو ته ۷ روغتونونه جوړیږي

12 حمل 1399 ساعت 13:14

د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره په کابل، هرات او نیمروز ولایتونو کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره ۷ روغتونونه جوړوي.


د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره په کابل، هرات او نیمروز ولایتونو کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره ۷ روغتونونه جوړوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې چې په څو راتلونکو اوونیو کې په هرات او نیمروز کې سل بستریز او د کابل په څلورو ولسوالیو او یوه ناحیه کې د کرونا د درملنې پنځه ۵۰ بستریز روغتونونه جوړ شي.

ویل کیږي دا پنځه ۵۰ بستریز روغتونونه به د کابل په موسهي، چهاراسیاب، خاکجبار، ده سبز ولسوالیو او دولسمه ناحیه کې په ۲۱ ورځو کې بشپړ شي.

دغه اداره تر راتلونکو اتو ورځو پورې په هرات کې د یو ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو خبر هم ورکوي او وايي، د هرات په ۱۰۰ بستریز روغتون ۱۲ ورځې درې شفټه کار شوی دی چې ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي او راتلونکو لسو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126450

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126450/

جمهور
  https://www.jomhornews.com