د بشري حقونو د څار نړیواله اداره:

ښکېل لوري دې د جګړې پر ځای د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړي

12 حمل 1399 ساعت 13:35

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي، طالبان او افغان حکومت باید په ګډه د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.


د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي، طالبان او افغان حکومت باید په ګډه د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بنسټ په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د کرونا ویروس خپرېدو په افغانستان کې میلیونه خلکو ته اندېښنې پیدا کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې وخت دی چې طالبان او افغان حکومت په خپلو کې د جګړې پر ځای د کرونا پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

د دوی په وینا کرونا په ټوله نړۍ کې په ستر ګواښ بدله شوې ده او د افغانستان وضعیت ته په کتو په کار ده چې ښکېل لوري جګړې ودروي.

دغه نړیوال بنسټ همدا راز زیاتوي چې اوس هم په افغانستان کې زرګونه کسان بېځایه شوي دي، ورښتونه کېږي، د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی نو اړتیا ده چې د افغانستان ګوټ ګوټ ته بشردوستانه مرستې ورسول شي.

د بشري حقونو په برخه کې دغه فعال بنسټ د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل هم ټینګار کړی دی او هغه یې د افغان جګړې د پای لپاره معقوله لار بللې ده.

یاده اداره دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۱۷۴ تنو ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126453

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126453/

جمهور
  https://www.jomhornews.com