ملي امنیت:

کابل، وردګو او هلمند ولایتونو کې مو د طالبانو ستر بریدونه شنډ کړي

12 حمل 1399 ساعت 14:21

ملي امنیت ریاست وايي، پلازمېنه کابل، ودرګ او هلمند ولایتونو کې یې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه نیولي او د هغوي پلاونونه یې شنډ کړي دي.


ملي امنیت ریاست وايي، پلازمېنه کابل، ودرګ او هلمند ولایتونو کې یې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه نیولي او د هغوي پلاونونه یې شنډ کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو هڅه کوله په دغه ولایتونو کې پر عامه ځایونو او امنیتي ځواکونو لوی بریدونه تر سره کړي، خو ځانګړو ځواکونو یې پلان کشف او ورشنډ کړی دی.

خبرپاڼه وايي، د همدې عملیاتو په ترڅ کې ملي امنیت ځواکونو په وردګ ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه ۹ کسیزه ډله نیولې  ده.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د کابل د سروبي په تیزین او د خاک جبار ولسوالۍ په خشک کهنه دښته کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو زېرمه کشف او تر لاسه کړې  ده.

په ورته وخت کې ملي امنیت وايي، دوی د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان ملا انارګل په مرکز هم عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې  ویل شوي، په دغه عملیاتو کې سل کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، له زر کیلوګرامه زیات چاوېدونکي توکي، له لس کړۍ زیات بوشکه يي ماینونه د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ملي امنیت لوی ریاست په دې عملیاتو کې د طالبانو پنځه پټنځایونه له منځه وړل شوي او دغه راز یې  ۹ تنه نیول شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورآژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 126460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com