د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي، افغانستان ته به د هوایي دهلېز له لارې د خوراکي توکو، درملو او طبي الاتو لیږدولو ته ادامه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د هند سفارت په ټویټر پاڼه لیکل شوي چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي پرون ناوخته خپل سفیر ویني کومار سره د ویډیو له لارې خبرې وکړې.
په دغه معلوماتو کې ویل شوي لومړي وزیر ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د کرونا په حالت کې د خوراکي توکو، د هوایي دهلېز له لارې سوداګریزو اړیکو، درملو او روغتیایي توکو لیږدولو کې همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا، جرمني او چین هم له افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په پار د مرستو کولو اعلان کړی دی.
امریکا ویلي دوی به افغانستان ته د کرونا ویروس د مخینوي لپاره ۱۵میلیون ډالره ورکړي.
د یادونې ده، چې افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۷۴ تنو ته رسېدلې، چې څلور ترې مړه شوي او پنځه نور رغېدلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل