پخواني اجرايي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د خبرو لپاره د اعلان شوي مذاکراتي ټیم ننګه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله پرون سه شنبې د وري ۱۲ مه په خپل ټویټر لیکلي، د همه شمول ټیم جوړول د بین الافغاني مذاکراتو په لور یو مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړې، د ټیم په اړه د درک وړ ځینې اندېښنې شته دي خو د مذاکراتو ټیم د افغانستان د اسلامي جمهوریت او زموږ د ملي ګټو نمایندګي کوي.
هغه په دې اړه زیاته کړې«موږ وخت لرو چې د ټیم له لوري د راپور ورکولو په میکانیزم او د صلاحیت په سرچینو یې خبرې وکړو.»
افغان حکومت څو ورځې مخکې د معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته د ۲۱ کسانو یو ډله اعلان کړه.
په دغې ډلې کې د حکومت او په افغانستان کې د نورو بېلابېلو سیاسي ډلو او مدني ټولنو استازي شامل دي.
امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو هم د دغه پلاوي د ټاکل کېدو او اعلان هرکلی وکړ، او دا یې د سولې لپاره یو مهم ګام وابله.
خو وسله والو طالبانو پر دغه پلاوی له دې امله نیوکه وکړه، چې د دوی په باور دغه پلاوی د اصولي دریځ او د هغه هوکړې خلاف دی، چې دوی له امریکا سره کړی.
د طالبانو دې دریځ ته تند غبرګون وښودل او ویې ویل، چې د پلاوی ټاکولو صلاحیت د افغان حکومت سره دی نه له طالبانو سره.
افغان حکومت وايي، که چېرې طالبان د دوی په پلاوی نیوکې ولري نو بیا د افغان حکومت هم حق جوړېږي، چې د دوی د پلاوي پر څرنګوالي نیوکه او نظر ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل