افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۹۶ ته ورسېدلې

13 حمل 1399 ساعت 8:15

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د ۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۶ تنو ته ورسېده.


د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د ۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۶ تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې له ۹ تازه ثبت شویو پېښو څخه ۶ یې په کابل، یوه یوه په بغلان، پکتیکا او غزني ولایتونو کې دي.

په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۶ تنو ته رسېدلی، چې څلور ترې مړه شوي او پنځه نور رغېدلي دي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر بیا تر ۸ سوه زره اوښتی، چې تر ۴۰ زره زیات کسان یې مړه کړي دي.

د مرګ ژوبلې له پلوه امریکا لا هم په لومړي سر کې ده، ورپسې ایټالیا، هسپانیه چین او ایران دي، چې کرونا ډېر خلک په کې نیولي او مړه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126480

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126480/

جمهور
  https://www.jomhornews.com