پاکستان افغان سوداګرو ته د درملو او خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکړه

13 حمل 1399 ساعت 9:53

پاکستان وايي، افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي، چې درمل او خوراکي توکي خپل هېواد ته وارد کړي.


پاکستان وايي، افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي، چې درمل او خوراکي توکي خپل هېواد ته وارد کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو له افغان سفارت سره ژمنه کړې ده چې په تورخم او سپین بولدک کې به د درملو او خوراکي توکو کاروانونو ته اجازه ورکوي.

په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل وایي پاکستان د کرونا له وېرې خپلې لارې تړلې دي خو اوس یې تازه دا هوکړه له افغان لوري سره کړې ده چې د خوراکي توکو او درملو کاروانونو ته به د تېرېدو اجازه ورکوي.

پاکستان پر داسې مهال افغان سوداګرو ته د درملو او خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکوي، چې افغان سوداګر وايي تر اته زره پورې په توکو بار کانټينر یې پاکستاني حکومت درولي دي او د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

دوی وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو لسګونه زره ډالر زیانمنېږي.

د یادونې ده، چې پاکستان یو ځل د ۹ ورځو لپاره له افغانستان سره خپل بندرونه تړلي و او وروسته یې دغه لړۍ د دوه اونیو لپاره نوره هم اوږده کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126485

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126485/

جمهور
  https://www.jomhornews.com