د کرونا له امله په نړۍ کې د مړو شمېر تر ۴۲ زرو تنو واوښت

13 حمل 1399 ساعت 10:04

د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۴۲ زره او د اخته کسانو شمېر تر ۸۵۸ زرو واوښته.


د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۴۲ زره او د اخته کسانو شمېر تر ۸۵۸ زرو واوښته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۵۸۶۶۹ ته رسېدلی او د مړو شیو کسانو شمېر بیا ۴۲۱۵۱ دی او دغه  راز تر دې دمه ۱۷۸۰۹۹ کسان بېرته رغېدلي دي.

امریکا بیا هم د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده او تر دې دمه ۱۸۸۵۳۰ مثبتې پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې او ۳۸۸۹ کسه یې په دغه هېواد کې مړه کړي دي.

ایټالیا بیا د کرونا له امله د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري چې تر اوسه ۱۲۴۲۸ کسه مړه شوي او ۱۰۵۷۹۲کسه نور پر دې ویروس اخته شوي دي.

په فرانسه کې ۹۵۹۲۳، په چین کې ۸۱۵۱۸، په جرمني کې ۷۱۸۰۸، په فرانسه کې ۵۲۱۲۸، په ایران کې ۴۴۶۰۵، په برېتانیا کې ۲۵۱۵۰، په ترکیه کې ۱۳۵۳۱، په پاکستان کې ۱۹۳۸، په سعودي عربستان کې ۱۵۶۳ کسه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

په افغانستان په دغه ویروس د خته کسانو شمېر ۱۹۶ تنو ته رسېدلي، چې څلور تنه ترې مړه شوي او پنځه نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com