د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تایید کړې، چې د دغه وزارت ګڼ کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو دا هم ویلي، چې د کرونا له امله د دغه وزارت یو لوړ پوړی چارواکی هم مړ شوی دی.
نوموړي د دغه چارواکي نوم نه دی اخیستی خو وايي، د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یو لوړ پوړی چارواکی وو.
پمپیو ویلي، په دې وزارت کې د ګڼو کارکوونکو د کرونا ازمویښت مثبت و، خو دغه شمېره یې هم نه ده مشخصه کړې.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په بهرنیو چارو وزارت کې د لسګونه کسانو د سمپلونو اخیستل پیل شوي دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا په دفاع وزارت کې هم د سلګونو نظامي او ملکي کارکوونکو د کرونا ناورغي مثبت به وه.
په امریکا کې دا هم د کرونا ویروس له امله تر دې دمه ۱۸۸۵۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۳۸۸۹ کسه یې په دغه هېواد کې مړه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل