هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي

13 حمل 1399 ساعت 11:35

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې وژلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د وري ۱۳ مه سهار مهال د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د چارواکو په وینا چاودنه د ملکي وګړو په ټونس ډوله موټر چې له کلي څخه د ولسوالۍ مرکز ته په لاره و د یخچال په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار اسماعیل خپلواک په چاودنه کې دوه ښځې او پنځه نارینه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په لومړي سر کې څلور تنه وژل شوي او درې ټپیان و، خو ټپیانو هم په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې  مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې تر دې یوه اونۍ وړاندې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 126494

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126494/

جمهور
  https://www.jomhornews.com