محمد داود سلطان زوی د کابل ښاروال په توګه وټاکل شو

13 حمل 1399 ساعت 16:19

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په اساس محمد داود سلطان زوی په خارج رتبه بست کې د کابل ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.


ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په اساس محمد داود سلطان زوی په خارج رتبه بست کې د کابل ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی چې  په هېواد کې یوه پېژندل شوې څېره ده، له دې وړاندې د ولسي جرګې غړي او د ولسمشر غني سلاکار وو.

د یادونې ده ښاغلی سلطان زوی پر داسې مهال د کابل ښاروال په توګه ټاکل کېږي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل ښاروالي د سرپرست له خوا اداره کېدله.

باید و ویل شي، چې ولسمشر تر دې یوه ورځ وړاندې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه ټاکلی او  دغه راز یې محمد شاکرکارګر د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رییس په توګه ټاکلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com