ولسمشر غني د یوه حکم له مخې، احمد ضیا سراج د ملي امنیت د عمومي ریاست د نوماند رییس په توګه وټاکه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې احمد ضیا سراج اوسمهال هم د دغه ریاست سرپرست دی او تر دې وړاندې د همدې ریاست مرستیال وو.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه بل فرمان په اساس محمد داود سلطان زوی په خارج رتبه بست کې د کابل ښاروال په توګه وټآکه.
ښاغلي سلطان زوی په هېواد کې یوه پېژندل شوې څېره ده، له دې وړاندې د ولسي جرګې غړي او د ولسمشر غني سلاکار وو.
نوموړی پر داسې مهال د کابل ښاروال په توګه ټاکل کېږي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل ښاروالي د سرپرست له خوا اداره کېدله.
د یادونې ده، چې ولسمشر پرون په یوه بل فرمان کې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست په توګه او دغه راز محمد شاکر کارګر د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رییس په توګه ټاکلي وو.
په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر پرون په خپل ټوېټر لیکلي و، چې ورور به د نوي حکومت کابینه بشپړه او په یوه وار به ولسي جرګې ته د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ورمعرفي شي.
جمهورخبري آژانس:کابل
.