مایک پمپیو:

د طالبانو تاوتریخوالی د منلو نه دی، ژر د بین الافغاني خبرو ته چمتو شي

14 حمل 1399 ساعت 10:03

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د طالبانو تاوتریخوالی نور د منلو نه دي او دغه ډله ژر تر ژره باید په کړې هوکړه عمل وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د طالبانو تاوتریخوالی نور د منلو نه دي او دغه ډله ژر تر ژره باید په کړې هوکړه عمل وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو په تازه څرګندونو کې  ویلي، طالبان باید د سولې لپاره مذاکراتو کې د پرمختګ په موخه تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري اوسنی روان تاوتریخوالی نور امریکا ته د منلو نه دی.

د هغه په وینا طالبان باید د هوکړې له مخې تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته تیاری ونیسي او په دې توګه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

هغه ویلي طالبانو تر دې دمه هوکړې ته ژمنتیا ښودلې او ددې وخت دی چې د تاوتریخوالي په کمولو خپله ژمنتیا نوره هم ثابته کړي.

پمپیو یو ځل بیا د سولې لپاره د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم د اعلان هرکلی کړی دی او هغه یې د راتلونکو پرمختګونو لپاره مهم ګام بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 126523

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com