د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د هر اړخیز اوربند غږ کړی دی

14 حمل 1399 ساعت 10:22

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د هر اړخیز اوربند غږ کړی دی.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د هر اړخیز اوربند غږ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  مېرمن راز نن پنشنې د وري ۱۴ مه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امنیت شورا په تازه غونډه کې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې هر اړخیز او اوږدمهاله اوربند وکړي.

مېرمن راز زیاته کړې، امنیت شورا همدا راز د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ټینګار یې کړی چې د سولې روانې هڅې باید په دغه هېواد کې جګړې ختمې کړي او د ثبات د ټینګېدو سبب شي.

عادله راز وایي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز په افغانستان کې د تېرو ۱۹کلونو لاس ته راوړنو په ساتنه او لا پراختیا هم ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم پر طالبانو د اوربند او جګړو د درولو غږ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی نور د منلو نه دی او دغه ډله باید له امریکا سره په کړې  هوکړه عمل وکړي.

د هغه په وینا طالبان باید د هوکړې له مخې تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته تیاری ونیسي او په دې توګه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126527

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126527/

جمهور
  https://www.jomhornews.com