طالبان:

که کرونا خپره شوه، خپل کنټرول لاندې سیمو کې اوربند ته چمتو یو

14 حمل 1399 ساعت 10:42

اسوشټېډ پرېس آژانس د وسله وال طالبان له قوله ویلي، دوی تیار دي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کرونا د پراختیا په صورت کې اوربند اعلان کړي.


اسوشټېډ پرېس آژانس د وسله وال طالبان له قوله ویلي، دوی تیار دي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کرونا د پراختیا په صورت کې اوربند اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشټېډ پرېس سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي دمګړی ددوی په ساحو کې د کرونا کومه مثبته پېښه نه ده لیدل شوې.

خو په وینا یې که د کرونا ویروس خطر د دوی تر نفوذ لاندې ساحو کې موجود وي نو دوی تیار دي چې په هغه سیمو کې اوربند اعلان کړي.

مجاهد دغه راز زیاته کړې، چې د روغتیايي کارکوونکو او نورو مرستندویه موسسو امنیت خوندي دی او په پوره ارامتیا د بشري مرستو لپاره د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته سفرونه کولی شي.

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې پر دغه ډلې د اوربند او له کرونا سره مبارزې کې د همکارۍ غږ کړی و.

د یادونې ده، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۲ تازه پېښې ثبت شوې او په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ تنو ته ورسېده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com