کرونا په نړۍ کې تر اوسه ۴۷ زره تنه مړه کړي او ۹۳۵ زره نور پرې اخته دي

14 حمل 1399 ساعت 10:50

د وروستیو راپورونو او معلوماتو له مخې کرونا په نړۍ کې په چټکۍ مخ په خپرېدو ده او دا مهال په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۵۵۸۱ تنو ته رسېدلی دی.


د وروستیو راپورونو او معلوماتو له مخې کرونا په نړۍ کې په چټکۍ مخ په خپرېدو ده او دا مهال په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۵۵۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راز د یاد ویروس له امله تر اوسه په نړۍ کې ۴۷۲۲۳ کسه مړه شوي هم دي او ۱۹۴۲۶۰ کسه تر اوسه ترې رغېدلي دي.

امریکا لا هم د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده، چې تر اوسه په کې ۲۱۵۰۸۱ کسه په کرونا اخته دي، او ۵۱۰۹ امریکایان یې تر اوسه وژلي دي.

ایټالیا کې مثبتې پېښې ۱۱۰۵۷۴ د مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۱۵۵ کسه دی.

هسپانیا کې اخته کسان ۱۰۴۱۱۸ او مړه شوي بیا ۹۳۸۷ کسانو ته رسېدلي دي.

چین کې ۸۱۵۵۴، جرمني کې ۷۷۰۸۱، فرانسه کې ۵۶۹۸۹، ایران کې ۴۷۵۹۳، برېتانیا کې ۲۹۴۷۷۴، ترکیه کې ۱۵۶۷۹، پاکستان کې ۲۱۱۸، هند کې ۱۹۹۸ او سعودي عربستان کې ۱۷۲۰ او افغانستان کې ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126531

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126531/

جمهور
  https://www.jomhornews.com