انتونیو ګوترش:

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، کرونا د بشر لپاره ستر ناورین

14 حمل 1399 ساعت 11:07

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د کرونا ویروس خپرېدل له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بشر لویه ستونزه بللې ده.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د کرونا ویروس خپرېدل له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بشر لویه ستونزه بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي چې په بالقوه ډول د ناروغيو خپرېدو د اقتصادي او اجتماعي پایلو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور خپرولو په غونډه کې خبرې کولې ویلي، کرونا کولی شي یو داسې ریکارډ جوړ کړي چې په دې وروستیو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

نوموړی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د وروستیو راپورونو له مخې کرونا په نړۍ کې په چټکۍ مخ په خپرېدو ده او دا مهال په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۵۵۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

دغه راز د یاد ویروس له امله تر اوسه په نړۍ کې ۴۷۲۲۳ کسه مړه شوي هم دي او ۱۹۴۲۶۰ کسه تر اوسه ترې رغېدلي دي.

امریکا لا هم د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده، چې تر اوسه په کې ۲۱۵۰۸۱ کسه په کرونا اخته دي، او ۵۱۰۹ امریکایان یې تر اوسه وژلي دي.

ایټالیا کې مثبتې پېښې ۱۱۰۵۷۴ د مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۱۵۵ کسه دی.

هسپانیا کې اخته کسان ۱۰۴۱۱۸ او مړه شوي بیا ۹۳۸۷ کسانو ته رسېدلي دي.

چین کې ۸۱۵۵۴، جرمني کې ۷۷۰۸۱، فرانسه کې ۵۶۹۸۹، ایران کې ۴۷۵۹۳، برېتانیا کې ۲۹۴۷۷۴، ترکیه کې ۱۵۶۷۹، پاکستان کې ۲۱۱۸، هند کې ۱۹۹۸ او سعودي عربستان کې ۱۷۲۰ او افغانستان کې ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 126534

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126534/

جمهور
  https://www.jomhornews.com