نن به له ازبکستانه سلګونه ټنه خوراکي توکي افغانستان ته راورسېږي

14 حمل 1399 ساعت 11:38

ازبک چارواکي وايي، افغانستان ته به د خوراکي او روغتیايي توکو صادرات روان وي او نن به دغه هېواد ته سلګونه ټنه خوراکي توکي ورسېږي.


ازبک چارواکي وايي، افغانستان ته به د خوراکي او روغتیايي توکو صادرات روان وي او نن به دغه هېواد ته سلګونه ټنه خوراکي توکي ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشف په تاشکند کې له افغان سفیر سره خبرو کې کړي دي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشف ویلي، له افغانستان سره به یې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې همکاري روانه وي.

ښاغلي عصمت الله ایرګشف په تاشکند کې له افغان سفیر سره خبرو کې ویلي د کورونا وېروس له امله به د دغو هېوادونو ترمنځ انساني مرستې او ټرانسپورټ روان وي.

په ورته وخت کې  تر د ې وروسته په ازبکستان کې افغان سفیر احمد خالد علمي ویلي، د ازبکستان له لوري خوراکي او روغتیايي مواد د نن پنشنبې له حیرتان بندره افغانستان ته لېږل کېږي.

نوموړي زیاته کړې« نن به له ازبکستان درې سوه ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریزې، ۵۰ ټنه شکره یا بوره، ۵۰ ټنه غوړي، ۵۰ ټنه سابون او روغتیايي او خوندیتوب جامې افغانستان ته ولېږل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې د کورونا وېروس خپرېدو وروسته افغان بازارونو کې د اوړو بیه لوړه شوې او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126538

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126538/

جمهور
  https://www.jomhornews.com