په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، د کرونا ویروس د ننګونې سربېره دغه ویروس د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو، چې نن پنشنبې د وري ۱۴ مه افغان حکومت ته د خپل هېواد مرستې سپارلي د ولسمشر له دوهم مرستیال سروردانش سره په ګډ خبري کنفرانس کې و ویل، هېواد به یې د افغان سولې په برخه کې د یو منځګړي، آسانچاري او ملاتړي په توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چین هیله لري، تر څو افغان سیاسي ډلې په خپل ذهن کې د خپل هېواد د راتلونکې یو لوی انځور مجسم کړي او د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.
د چین سفیر دا هم و ویل، دوی تمه لري، چې افغانستان کې د کرونا ویروس سره د مخنیوي تر څنګ د سولې لپاره هم هڅې وکړي او سوله ټینګه شي.
ښاغلي وانګ یو ټینګار وکړ چې هېواد به یې د ټولو افغان اړخونو غوښتنو ته په درناوي د سولې په پروسه کې خپل رغوونکی رول ولوبوي.
د یادونې ده، چې د کروناویروس ضد مبارزې لپاره له افغانستان سره د چین د روغتیايي مرستو لومړنۍ جوپه د پنجشنبې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې افغان چارواکو ته وسپارل شوه.
د افغان حکومت د معلوماتو په اساس د چین په مرستو کې د کروناویروس د تشخیصولو لس زره کېټونه، د هوا جوړولو دوه دستګاوې او د اکسیجن دوه ماشینونه شامل دي.
د چین د دولت سربېره یو شمیر چینايي شرکتونو هم د کروناویروس ضد مبارزې لپاره له افغانستان سره مرستو ته چمتوالی ښودلی دی.
په افغانستان کې تراوسه ۲۳۹ تنه د کروناویروس په ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې څلور تنه مړه شوي او لس تنه بېرته روغ شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل