ولسمشرغني له ځینو سیاسي مشرانو سره وکتل

14 حمل 1399 ساعت 20:44

ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد عبدالرب الرسول سیاف، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي سره کتلي دي.


ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد عبدالرب الرسول سیاف، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه نن پنشنبې د وري ۱۴ مه مازیګر مهال په ارک کې تر سره شوې ده.

په دغه ناسته کې، چې د ملي امنیت شورا رییس حمدالله محب هم شتون درلود، د هیواد پر جاري وضعیت او همدا راز د افغانستان د سولې پر پروسې هر اړخیز او تفصیلي بحث وشو.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو له هغې ورځې چې د لوړې مراسم تر سره شوي او د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رییس تر منځ سیاسي کړکېچ رامنځ ته شوی، ځینې سیاسي مشران هڅه کوي، چې کړکېچ ته حل لار پیدا کړي.

په همدې موخه ښاغلي کرزي او ښاغلي سیاف څو ځلې له ولسمشر غني او عبدالله سره جلا جلا لیدلي او هڅه کوي، چې د دواړو تر منځ راپورته شوی کړکېچ حل کړي.

استاد سیاف ویلي، دوی هڅې پیل کړې، چې  دغه اختلافاتو ته ژر حل لار پیدا کړي او په وینا یې تمه ده، چې حل به شي.

ښاغلي سیاف نن پنشنبې  د وري ۱۴ مه په تازه څرګندونو کې ویلي«ګرانو دوستانو په دې ورځو کې خپل قلمونه او ژبې تر ډېره د ملي یووالي، همغږۍ او د اختلافاتو د له منځه وړولو په برخه کې وکاروي، په دې لار کې مو خپل نیت صاف کړی او د یو د بل له ملامتولو څخه مه وېرېږۍ.»

نوموړي پرون هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و، چې یو شمېر سیاسیونو د سیاسي اختلافاتو د حل په موخه له ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي وو

استاد سیاف تمه ښودلې، چې دغه هڅې به مثبت رانګ راوړي او روان سیاسي کړکېچ ته به د پای ټکی کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com