افغانستان کې د کرونا ۱۳ نورې پېښې ثبت شوې، ټولې ۲۵۸ ته ورسېدې

14 حمل 1399 ساعت 21:19

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس تازه ۱۳ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې ۹ یې پلازمېنه کابل کې دي.


د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس تازه ۱۳ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې ۹ یې پلازمېنه کابل کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن پنشنبې د وري ۱۴ مه ماښام ناوخته رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي، چې د کرونا ۱۳ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له ثبت شویو پېښو څخه ۹ پیښې په کابل کې،۲ پکتیا،یوه په کندهار او یوه په بغلان کې ثبت شوې دي.

د یادونې ده، چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۸ تنو ته ورسېده، چې څلور ترې مړه شوي او ۱۵ نور جوړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126555

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com