نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا مخنیوي لپاره ۱۰۴ میلیون ډالر مرسته تایید کړه

15 حمل 1399 ساعت 15:57

نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخینوي په برخه کې د ۱۰۴ میلیون امریکايي ډالرو مرسته تصویب او اعلان کړه.


نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخینوي په برخه کې د ۱۰۴ میلیون امریکايي ډالرو مرسته تصویب او اعلان کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد بانک نن جمعه د وري ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا بې عوضه مرسته او د افغانستان د روغتیایي نظام سره د کرونا ویروس د مخینوي په پار شوي، چې په ۳۴ ولایتونو کې به ولګول شي.

نړیوال بانک دا د افغانستان له روغتیايي نظام سره د کرونا ویروس د مخینوي په برخه کې بېړنۍ مرسته یاده کړې، تر څو د کرونا د مخنیوي په برخه کې ولګول شي.

یاد بانک وايي، دا مرسته به په کرونا ویروس د اخته کسانو ته د روغتیايي خداماتو وړاندې کولو، له کواښ سره مخ افغانانو، ډاکترانو او ټولو روغتیايي کارکوونکو، روغتونونو، لابراتوارونو او دغه راز د روغتیا ټولو ملي ادارو کې به ولګول شي.

نړیوال بانک وايي، له دغه مرستې ۱۹.۴ میلیونه ډالره د بانک د بېړنیو مرستو برخه ده او پاتې ۸۱ میلیونه یې د نړیوال بانک د پراختیايي ادارې له خوا برابره شوې  ده.

د نړیوال بانک ګروپ د دفتر رییس هنرالي کرالي وايي، نړیوال بانک ژمن دی، چې په دې سختو شرایطو کې د افغان دولت او افغان ولس تر څنګ ودرېږي او د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې ورسره جدي هڅې وکړي.

نړیوال بانک دغه مرستې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تازه دوه تنه مړه شوي او ټولې مثبتې پېښې ۲۷۳ تنو ته رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126562

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126562/

جمهور
  https://www.jomhornews.com