افغانستان په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ او د مړو شویو شمېر یې ۶ تنو ته ورسېد

15 حمل 1399 ساعت 15:59

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ تنو او د دې ویروس له امله د مړو شمېر ۶ تنو ته ورسېده.


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ تنو او د دې ویروس له امله د مړو شمېر ۶ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن جمعه د وري ۱۵ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي، چې په هرات او دایکنډي ولایتونو کې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې مړه شوي کسانو یوه ۶۵ کلنه مېرمن او یو ۷۰ کلن سړی دي، چې له وړاندې یې هم مزمنې ناروغۍ درلودې.

د هغه په وینا مېرمن په دایکنډي ولایت کې مړه شوې او سړی بیا په هرات ولایت کې مړ شوی، چې دواړو د کرونا ویروس درلود.

د دغه تنو په مړینې سره په افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶ تنو ته ورسېده.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم و ویل، چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۳ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د هغه په وینا له ثبت شویو پېښو څخه ۶ یې په کابل، دوه یې په پکتیا او یوه یوه یې په بغلان او کندهار ولایتونو کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ مشکوک سمپولونه د هرات ولایت په لابراتوارونو کتل شوي، چې ۱۵ یې ترې مثبت دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې  سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ تنو ته ورسېده.

د یادونې ده، چې د کرونا تر ټولو ډېرې پېښې په هرات او بیا په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې  دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 126563

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126563/

جمهور
  https://www.jomhornews.com