نړۍ کې کرونا:

پرې د اخته کسانو شمېر تر یو ملیون او مړو شمېر تر ۶۰ زره رسېدلی

16 حمل 1399 ساعت 9:34

د وروستیو معلوماتونو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی او نېږدې ۶۰ زره نور یې مړه کړي دي.


د وروستیو معلوماتونو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی او نېږدې ۶۰ زره نور یې مړه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹۸۳۹۰ ته رسېدلی او دغه راز د یادې نارورغۍ له امله تر دې دمه ۵۹۱۵۹ کسه مړه شوي دي.

دغه راز ۲۲۸۹۲۳ کسه بېرته له دغه ویروس رغېدلي هم دي.

امریکا لا هم د مثبتو پېښو له اړخه د لېست په سر کې ده، چې ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د تر ټولو لوړې مړینې ریکارډ هم ثبت شوی دی.

جان هاپکنز پوهنتون وایي په ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې ۱۵۰۰ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي.

په دغه هېواد کې مثبتې پېښې ۲۷۷۱۶۱ او د مړینې شمېره ۷۳۹۲ ته رسېدلې ده.

ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۴۶۸۱ او د اخته کسانو شمېر ۱۱۹۸۲۷ کسه دی.

هسپانیا کې ۱۱۱۹۸، فرانسه کې ۶۵۰۷، ایران کې ۳۲۹۴ کسان په دغه ویروس اخته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126583

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126583/

جمهور
  https://www.jomhornews.com