۰

پاکستان افغان سوداګرو ته د خپلو توکو د لېږد اجازه ورکړه

شنبی ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
د پاکستان حکومت ویلي، افغان سوداګر کولی شي، چې د دغه هېواد له بندورونو څخه خپل توکي افغانستان ته وارد کړي.
پاکستان افغان سوداګرو ته د خپلو توکو د لېږد اجازه ورکړه
د پاکستان حکومت ویلي، افغان سوداګر کولی شي، چې د دغه هېواد له بندورونو څخه خپل توکي افغانستان ته وارد کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان وايي له افغان حکومت سره تر خبرو وروسته دې ته تیار شوي چې سوداګریزو کاروانونو ته د تېرېدو اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت ویلي، دمګړی د افغان سوداګرو تر لس زره پورې کانټینر به کراچۍ بندر کې او د څلورو زرو په شاوخوا کې په چمن او تورخم کې ولاړ دي.

دوی وايي، د افغان حکومت له غوښتنې وروسته پاکستاني حکومت پرېکړه کړې چې دغه سوداګریزو کاروانونو ته د تېرېدو اجازه ورکړي، خو موټر چلوونکي او ورسره مل کسان به ځانګړي روغتیايي تدابیر په پام کې نیسي.

په دغه بهیر کې به تر ډېره هغه موټرونو ته اجازه ورکول کېږي چې خوراکي، روغتیايي او نور لومړني او د اړتیا وړ توکي لېږدوي.

پاکستان وروسته له هغې افغان سوداګرو ته د خپلو توکو د لېږد اجازه ورکړه، چې وړمه ورځ  ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره په تلېفوني خبرو کې د نورو مسایلو تر څنګ د کرونا سره د مبارزې او ترانزیټ او سوداګرۍ په اړه هم خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي