خوست کې ماین چاودنې د حقاني شبکې ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

16 حمل 1399 ساعت 10:06

کورنیو چارو وزارت وايي، په خوست ولایت کې د حقاني شبکې پر وسله والو د خپل ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې مرګ ژوبله اړولې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، په خوست ولایت کې د حقاني شبکې پر وسله والو د خپل ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادو وزارت نن شنبې د وري ۱۶مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون د خوست ولایت د صبري ولسوالۍ په لیوانخېل کلي کې رامنځ ته شوې  ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه وسله والو غوښتل، چې په یاده سیمه کې  د سړک د غاړې ماین ځای پر ځای کړي، خو خپله یې پر دوی چاودنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په چاودنه کې د حقاني شبکې درې غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د پېښې ټپیان اوس مهال د امنیتي ځواکونو تر څار او درملنې لاندې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126589

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126589/

جمهور
  https://www.jomhornews.com