۰

اروپايي ټولنې هم په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه

شنبی ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۴
له ملګرو ملتونو وروسته اروپايي ټولنې هم په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې اوویلي یې دي وخت راغلي، چې نړۍ پر اوربند هوکړه وکړي.
اروپايي ټولنې هم په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه
له ملګرو ملتونو وروسته اروپايي ټولنې هم په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې اوویلي یې دي وخت راغلي، چې نړۍ پر اوربند هوکړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیف بوریل پرون جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش د غوښتنې کلک ملاتړ کوي.

اروپايي ټولنه وايي، وخت راغلی چې په ټوله نړۍ کې پر اوربند هوکړه وشي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې کرونا ویروس یوه بې سارې ننګونه یاده شوې او ویلي یې دي اوس وخت د دې دي، چې په ټوله نړۍ کې پر اوربند موافقه وشي.

په دې اعلاميه کې راغلي، د دې ننګونې پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال یووالي، همکاري او زړه سوي ته اړتیا ده.

جوزیف بوریل ویلي« په ټوله نړۍ کې باید پر اوربند توافق وشي.»

هغه ډلې چې ملګرو ملتونو تروريستي اعلان کړي، باید اجازه ونلري چې له اوربنده ګټه پورته کړي.

ده د نړۍ په هره برخه کې په جګړه کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د جګړې ستونزې ته د سیاسي حل راایستلو په هڅو کې برخه واخلي.

د یادونې ده، چې پرون د ملګرو متلونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي