کابل کې د امریکا سفارت:

د ولسمشر غني د ساتونکي قاتلین باید ونیول شي

17 حمل 1399 ساعت 9:41

په کابل کې د امریکا سفارت د ولسمشر غني د یوه ساتونکي په وژلو خواشني ښودلې او ویلي یې دي، چې د هغه قاتلین باید ونیول شي.


په کابل کې د امریکا سفارت د ولسمشر غني د یوه ساتونکي په وژلو خواشني ښودلې او ویلي یې دي، چې د هغه قاتلین باید ونیول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني د ساتونکي قیام مقصودي د قاتلینو د نیولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي پي پي ایس ځواکونو یو وړ امنیتي، مسلکي او ریښتینی افسر له لاسه ورکړی. او افغانستان به د هغه اتلولي و میړانه یاده ساتي، خو غږ یې هم کړی چې د هغه قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین منلې چې وسله والو په یو کمین کې د جمعې په ماسختن اته نیمو بجو د پي پي ایس پر دوو کارکوونکو ډزې کړې دي چې په ترڅ کې یې قیام مقصودي وژل شوی او یو بل ژوبل دی.

آرین زیاته کړه چې د برید په اړه تحقیقات روان دي خو تر دې دمه کوم فرد یا ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126626

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126626/

جمهور
  https://www.jomhornews.com