د کابل والي: سر له نن به ګرځبندیز په کلکه عملي کېږي

17 حمل 1399 ساعت 10:03

د کابل والي یعقوب حیدري وایي، سر له نن به په دغه ښار کې ګرځبندیز په کلکه عملي کېږي.


د کابل والي یعقوب حیدري وایي، سر له نن به په دغه ښار کې ګرځبندیز په کلکه عملي کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره د کابل ښاریان د ګرځبندیز مواد په پام کې نه نیسي.

هغه ټينګار کړی، چې سره له نن یکشنبې دوري ۱۷ مې به د کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ارګانونو په مرسته ګرځبندیز په کلک رعایت کوي او خلکو ته به د غیر ضروري تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

والي خبرداری ورکړی، هغه کسان چې له اړتیا پرته له کورونو وځي جریمه یا جزايي کېږي او همدا راز هغه پلورنځي او هټۍ چې ددوی سپارښتنو ته پام نه کوي جریمه کېږي او تړل کېږي.

د کابل والي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په تېره یوه اونۍ کې کابل ښاریانو ګرځبندیز نه دی رعایت کړی، ګڼه ګوڼه پر خپل ځای ده او د مثبتو پېښو شمېر هم په هېواد کې ۳۳۷ ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126629

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126629/

جمهور
  https://www.jomhornews.com