۰

امریکا د افغان پوځ له بودیجې یو میلیارد ډالر کموي

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۵۳
ځینې امریکايي چارواکو ویلي، امریکا په پام کې لري، چې د افغان ځواکونو له بودیجې څخه یو میلیارد ډالر بودجه کمه کړي.
امریکا د افغان پوځ له بودیجې یو میلیارد ډالر کموي
ځینې امریکايي چارواکو ویلي، امریکا په پام کې لري، چې د افغان ځواکونو له بودیجې څخه یو میلیارد ډالر بودجه کمه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبر رویټر خبري آژانس د دریو امریکایي سناتورانو د مرستیالانو او چارواکو له قوله ورکړی دی.

د دغه چارواکو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو ویلي یې دي، دا مرستې به افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ته د ځانګړې شوې بودیجې او پېسو څخه کمیږي.

د یو سناتور مرستیال وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ویلي، دا یو میلیارد ډالر به د هغه ۴.۲ میلیارد ډالرو څخه کمیږي چې هرکال د افغان پوځ او پولیسو د معاش، خوراک، تیل، تجهیز او زیربناو لپاره ورکول کیږي.

خو د یو بل سناتور مرستیال ویلي، چې د امنیتي ځواکونو د بودیجې څخه د پېسو کمول د امریکا د ملي ګټو خلاف نظر دی.

د کانګرس یوه تحقیقاتي راپور چې د مارچ په ۱۱ خپور شوی وايي‌ چې ګانګرس د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو لپاره ۸۶.۴ میلیارد ډالر تصویب کړي دي.

د امریکا یو بل پخواني پوځي چارواکي هم ویلي، دا یو میلیارد ډالر یوازې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرسته کېدونکو پېسو څخه کم کېدای شي.

خو د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي چې د ټرمپ اداره لا هم په دې اړه فکر کوي چې دا مرستې له کومې برخې کمې کړي.

هغه وايي په دفاع وزارت کې د افغان ځواکونو سره د مرستو د کمولو په اړه "لویه اندېښنه" موجوده ده او "موږ نغواړو چې دا کار وکړو، "خو دا یوازینۍ برخه ده چې امریکا په کې فشار راوړلی شي، دا "خوږه ګوته ده".

دغه چارواکي دا خبره هم کړې ده چې له پمپیو سره هم خبرې روانې دي چې په دې اړه د مرستو د کمولو خبره بېرته واخلي.

ښاغلی پمپیو شاوخوا دوې اونۍ مخکې کابل ته ولاړ، هلته یې له ولسمشر غني او پخواني اجرايي رئیس سره ولیدل.

له دغه سفر وروسته یې اعلان وکړ چې دواړو مشرانو ورته وویل چې کوم سیاسي جوړجاړي ته سره ونه ورسېدل او د همدغو سیاسي اختلافاتو له کبله امریکا له افغان حکومت سره به یو میلیارد ډالر مرستې کمې کړي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي